> کې نوی اسلامي مرکز Thorncliffe Park په | Metrolinx Engage

کې نوی اسلامي مرکز Thorncliffe Park په

کې نوی اسلامي مرکز Thorncliffe Park په

د Ontario Line پروژې د يوې برخې په توګه، د ټورنټو اسلامي ټولنه (Islamic Society of Toronto، IST) او Metrolinx په ګډه سره کار کوي چې په 20 Overlea Boulevard کې يوه موجوده ودانۍ په Thorncliffe Park کې پر يوه اسلامي مرکز واړوي.

دا مرکز به لاندې برخې ولري:

  • په 4 Thorncliffe Park Drive کې به د IST له اوسني مرکز څخه پنځه برابره زياته ساحه ولري چې له مخ پر زياتېدونکې ټولنې څخه ملاتړ وکړي؛
  • د ځوانانو د فعاليتونو، نوي جمنازيوم او تعليمي پروګرامونو لپاره يو شمېر اسانتياوې؛
  • د ښځو لپاره د لمانځه ښه او غوره ځای؛
  • تر 24,000 فټ مربع پورې اضافي ساحه چې له هغې ټولنې څخه چې د ملکيتونه يې د Ontario Line پلانونو له امله اغېزمن شوي دي، تر 19 پورې محلي کاروبارونو او سازمانونو لپاره به د يوه مرکز په توګه کار وکړي؛
  • داسې آسانتياوې چې پر بنسټ به يې په لومړي ځل به جومات وکړلای شي چې په Thorncliffe Park ټولنه کې په اسلامي طريقه د جنازې مراسم وړاندې کړي؛ 

 

دا نوی مرکز د يوه نوي او پراخه مرکز لپاره د ټورنټو اسلامي مرکز ليدلوری درک کوي چې په Thorncliffe Park او Flemingdon Parkکې ټولنو ته خدمت وړاندې وکړي؛ دغه مرکز به د Ontario Line ميټرو له Thorncliffe  تمځي څخه يو څو ګامه لرې وي.

د Ontario Line په اړه لنډ معلومات:

  • د Ontario Line 15.6 کيلومتره اوږد د 14 تمځايونو درلودونکې د ميټره کرښه ده چې له Exhibition Place څخه پيلېږي، د ښار له زړه څخه تېرېږي او تر Ontario Science Centre (انټاريو د ساينس مرکز) پورې رسېږي؛ دا په Thorncliffe Park او Flemingdon Park کې هم تمځايونه لري.
  •  د Ontario Line د مراقبت او ساتنې مرکز، چېرته چې رېل ګاډي درېږي او ساتنه ترې کېږي تر څو زموږ د پېرودونکو لپاره پاک او خوندي شي، به د Thorncliffe Park په هغه ساحه کې وي چې د IST اوسنی مرکز پکې واقع دی. د Ontario Line پروژه چې تکميل شي، نو ټولنې ته به ورسره 300 نوې دندې راوړي.
  • د Ontario Line به د Thorncliffe Park او ټورنټو ښار زړه ترمنځ واټن به 15 دقيقو ته را ټيټ کړي. دا به همدارنګه خلک په ټول ښار کې په موجوده ټرانزيټ کرښو کې له ګڼې ګوڼې څخه خلاص کړي، د دې لپاره دا کرښه تر 40 زياتو د سفر له انتخابونو سره وصل ده؛ د GO سيمه رېل ګاډو، موجوده ميټرو ګانو، Eglinton Crosstown LRT، او محلي بس او برېښنايي بسونو د کرښو په ګډون.
  • تر 2041 پورې به Thorncliffe تمځی:
    • 12,800 خلک به د ترانزيت لپاره راوړي؛
    • تقريباً 3,100 خلک د سفر تر ټولو بوخت ساعت کې له دغه تمځي څخه تېر شي (2,100 به د Ontario Line ته پورته کېږي او 1,100 به ترې ښکته کېږي)، په دوی کې به 500 تنه داسې وي چې يا به له دغه تمځي څخه نورو کرښو ته ځي يا به هم له نورو کرښو څخه دغه تمځي ته را انتقالېږي.
    • په سيمه کې به 3,000 دندو سره خلک وصل کړي.